په کندهار کي د هيواد د د وروستيو اورښتونو د قربانيانو فاتحه واخيستل سوه
په دې فاتحه کي د کندهار ددولتي چارواکو ترڅنګ په زيات شمېر کندهاریانو برخه اخيستې وه.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په هيواد کي وروستۍ غميزه چي زيات شمېر افغانان پکي مړه، ټپيان او بې کوره سوي، د ټولو افغانانو غم وباله او له ټولو هيوادوالو څخه يې وغوښتل چي يادو غم ځپلو افغانانو ته د فردوس جنت او عاجلي شفاء دعا وکړي.
هغه زياته کړه: د کندهار ټول اوسېدونکي په دې غم کي شريک دي. موږ خپلو هيودوالو ته دعا کوو چي الله فردوس جنت ورپه برخه کړي او ټپيانو ته عاجله شفاء ورکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه