کور / تازه خبرونه / هلمند سرحدي پولیسو په پراخه کچه نشيې توکي او تورن کسان نیولي دي

هلمند سرحدي پولیسو په پراخه کچه نشيې توکي او تورن کسان نیولي دي

په هلمندکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون پولیسو په پراخه کچه نشي توکي ، وسایط ، سټلایټ تلیفونونه او تورن کسان په سرحد کی نیول دی .
دشپږسوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله (صدیقي) وايي چي تیره ورځ ددوهم کنډک سرحدي پولیسو د دیشو ولسوالۍ دریګ په سیمه کي ۳۲۸ کیلوګرامه وچ تاریاک ، ۱۵۱ کیلوګرامه لانده تاریاک ، ۱۳ کیلوګرامه هیرویین ، ۲۱ کیلوګرامه چرس ، دوه عرادې موټرونه چي لومړی ټیوټا او دوهم لوکسل دی نیولي ، ترڅنګ یې دوه پایې سټلایټ تلیفونونه او څلور تورن کسان دسرحدي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

هغه وویل چي نیول سوي کسان محمد نظر د الله نظر زوی دګرمسیرولسوالۍ دلکي دسیمي اوسیدونکی دی ، ضیا والحق د عبدالستار زوی د ګرمسیرولسوالۍ د درویشان دسیمي اوسیدونکی دی ، عبدالجلیل دمحمد سرور زوی د دیشو ولسوالۍ اوسیدونکي دی ، اسماعیل د میرحمزه زوی د پاکستان دپوستې دسیمي اوسیدونکی دی .
دښاغلي درستیزوال په وینا چي ټول نیول سوي توکي او کسان یې دنشي توکو سره دمباریزې مدیریت ته وسپارل .
هغه وویل دغه نشيي توکي او تورن کسان یې په هلمندکي دوسلوالو پروړاندي دپراخه کچه پیل سو عملیاتو په دوام نیولي دي .
او دامهال یې دوسلوالو پروړاندي په تریخ ناور سیمه کي هم دارنه عملیات دوام لري چي ډیری سیمي یې ورڅخه نیولي دي .