کور / تازه خبرونه / جمهور رئیس غني د راحیل شریف په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره وکتل

جمهور رئیس غني د راحیل شریف په مشرۍ له پاکستاني پلاوي سره وکتل

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پاکستان د اردو له لوی درستیز راحیل شریف سره چې د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، نن له غرمې وروسته په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې په داسې حال کې چې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هغه هېواد د همکارۍ تعهد تکرار کړ، په دې لاره کې یې د پاکستان له اقداماتو څخه هم خبر ورکړ.

د پاکستاني پلاوي پیغامونه مثبت او د هغوی د تعهد ښکارندوی و. د دغو اقداماتو نتیجې به په راتلونکو اوونیوکې واضح او روښانه شي.

د افغانستان دولت انتظار لري چې د پاکستان تعهد او اقدامات او همدارنګه دوه اړخیزې همکارۍ په دواړو هېوادونوکې د سولې د ټینګښت په لاره کې مثبتې پایلې له ځان سره ولري.