د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د جنون د مياشتي پر شمله په يوې سرمقالې کي ليکي: پنځه کاله پخوا جمهورريس بوش د عراق د نيولو لپاره په افغانستان کي د القاعده او طالبانو د ختمولو کار نېمګړى پرېښود، خو اوس بېرته په افغانستان کي د القاعده او طالبانو د راايسارولو لپاره امريکايي او د ناټو عسکرو ته شديده اړتيا سته. ددغه واقعيت سره سره، واشنگټن او اروپايي ملکونه د ددغه جدي خطر د ختمولو لپاره يوه هر اړخېزه او عملي ستراتيژي نلري.
که څه هم، په افغانستان کي همدا اوس څه د پاسه ٥٠٠٠٠ خارجي عسکر او تقريبا ١٤٠٠٠٠ افغان پوليس او عسکر سته، خو بيا هم په تېرو دوو کلونو کي طالبانو او القاعدې زور اخيستى دى. بده لا دا چي افغاني عسکر پرته له خارجي مرستي څخه د هيواد د دفاع جوگه ندي.
په همدې اونۍ کي، ناټو او افغاني عسکر د کندهار په شمالي برخه کي په عملياتو بوخت وه. دا عمليات هله پيل سول چي طالبانو د کندهار محبس مات کړ او قريب ٤٠٠ بندي طالب جنګيالي يې ازاد کړل.
بلخوا په همدې اونۍ کي، د متحده ايالاتود حساب او کتاب دفتر اعلان وکى چي د ١٦ بيليونو ډالرو د لگولو سره سره، بياهم پنتگان او خارجه وزارت د افغانستان د پوځ او پوليسو د انکشاف او چمتو کولو لپاره موثره او عملي ستراتيژي نلري. ددې څرگندي ناکامۍ يوه ښه مثال دا د ى چي د افغان پوځ له ١٠٥ يونوټونو څخه فقط دوه واحده کاملا چمتو دي.
اوس نو، جمهور ريس بوش ته پکار ده چي د دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو ته امر وکي چي ژر تر ژره د افغاني عسکرو او پوليسو د جنگي قابليت او وړتيا د لوړولو چاره وکي. هغه ته پکار ده چي پر اروپايي، افغاني او پاکستاني مشرانو باندي فشار واچوي چي خپلمينځي اختلافات حل کي، او د طالبانو او القاعده د ختمولو لپاره يوه واحده او موثره ستراتيژي غوره کاندي. دغه راز، بين المللي بسپنه ورکونکو ته پکار ده چي په حکومت کي د رشوت او بډو د ختمولو په مقصد پر حامد کرزي باندي فشار واچوي.
بل کال به په افغانستان کي د جمهورري رياست د مقام لپاره انتخابات کېږي. که چيري امينت ټينگ نه سي، افغانان به د رايه اچولو مرکزونو ته ور نه سي. لنډه دا چي د ښاغلي بوش يو بل بد ميراث به يو داسي بې ثباته او ناړامه افغانستان وي چيري چي افراطيان او قاچاقبران به حاکميت لري. د بوش همدا مردارۍ به راتلونکي جمهورريس ته پاتي وي.
د اکانوميسټ مجله د جون پر ١٩ باندي ” په افغانستان کي لا جنگونه روان دي” تر عنوان لاندي په يوه تحليلي رپوټ کي ليکي: حتى د ناټو مامورين هم د طالبانو هغه عملياتو ته گوته په غاښ نيولې ده چي د جون د مياشتي پر ١٣ باندي يې د کندهار د محبس د ماتولو په غرض تر سره کړل. پدې خارق العاده عملياتو کي طالبانو خپل ټول ملگري ازاد کړل. مگر دا خبره چي طالبان به کندهار ونيسي، يوه مبالغه ده. طالبانو په خورا زړه ورتوب او مهارت د کندهار د سرپوزې محبس مات کړ، او ويل کېږي چي د خپلو انډيوالانو د بېولو لپاره يې موټران هم راوستي وه.
هر کال د دوبي په موسم کي، د طالبانو د نويو حملو اوازې خورې وي، خو عموما دا تهديد عملي نسي. همدا اوس، طالبان د سړک د غاړي په بمونو گوزاره کوي. خو حقيقت دا دى چي د کندهار د محبس ماتول د طالبانو لپاره يو مهم تبليغاتي برى وو.
بلخوا د افغانستان په شرقي سيمو کي، امريکايان د موفقيت ادعا کوي، او وايي د طالبانو د تگ را تگ مخه يې نيولې ده. د ناټو قومندانان وايي پر طالبانو باندي يې مځکه سره کړې ده، او د هيواد په هر گوټ کي د ناټو عسکر د جنګونو مبتکر دي، نه طالبان. همدا وجه ده چي تېره مياشت د لمړي ځل لپاره په افغانستان کي د غربي عسکرو تلفات تر عراق ډېر سول. د اپريل او مې په مياشتو کي، امريکايي او برتانوي عسکرو په گرمسير کي پر طالبانو باندي بريد ښخ کړ. پدې عملياتو کي، څه د پاسه ٨٠٠ طالبان د خپلو خزو او مرچلونو څخه را وايستل سول. ناټو وايي پدې عملياتوکي، قريب ٢٠٠ طالبان وژل سوي دي.
مگر د کندهار د محبس ماتول د طالبانو روحيه غښتلې کړه. د طالبانو هغه ادعا څه حقيقت ته نژدې سوه چي وايي د کرزي حکومت د هيواد په جنوب کي حاکميت نلري. د کندهار د محبس د ماتولو سره سم، د ارغنداب د جنگونه پيل سول.
ددې خطر سته چي په راتلونکو اونيو کي په کندهار کي ځانمرګي حملې ډېري سي، مگر د کندهار د سقوط چانس نسته. په کال ٢٠٠٦ کي، کله چي طالبانو د پنجوايي په سيمه کي مورچلونه ونيول، يوازي د پاشمول په جنگ کي ١٥٠٠ طالبان تلف سول. که څه هم، د ناټو مامورين د کندهار دمحبس تر رسوايي را وروسته د افغان
پوځ عمليات ستايي، خو داسي ښکاري چي په تېره اونۍ کي تبليغاتي جنگ د طالبانو په گټه وو.