کور / تازه خبرونه / بلوچستان کمپاين: هر افغان بچی بايد په ښوونځی کي وي

بلوچستان کمپاين: هر افغان بچی بايد په ښوونځی کي وي

دا کمپاين هرکال په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني له خوا د فبروري له (۱۵) مي نيټي څخه د مارچ تر (۱۵) مي نيټي پوري په هر پنډغالي کي د نوي ماشومانو و ښوونځيو ته د داخلي لپاره کور پر کور او کوڅه پر کوڅه خپل ږغ رسوي ، چي هر افغان بچی بايد زده کړه وکړي او هر افغان بچی بايد په ښوونځی کي وي .
چي په دا څلور کاله کي ډيري ستري لاسته راوړني لري چي زرګونه ماشومان په دي څلورو کالو کي نوي ماشومان په ښوونځيو کي شامل سوي، نو سږ کال(۲۰۱۵) يي يوځل بيا دي ستر خدمت ته ملا تړلي ده چي نن دا کمپاين د يوغونډي په ترځ کي د سهار پر(۹) بجي د نوي سرانانو په دوولسم نمبر ښوونځی کي پيل سو چي په بلوچستان کي دافغان کډوالو د پنډغالو استازو ،سرښونکو،ښوونکو،زده کوونکو او د ماشومانودساتني او روزني اداري استازي برخه درلوده .
چي يادي غونډي ته قومي مشرانو په بلوچستان دافغان کډوالو د ځوانانواو ښوونکو د ټولني مشر ښاغلي ظاهر پښتون ، د درويشتم نمبرښوونځۍ سرښوونکي طوربازخان، مولوي خيرمحمدخيرخوا،دنوي سرانانولارښودښونکي محمدنعيم وفا،استاد رباني ګوهر،بهاوالدين بها اود ماشومانودساتني اوروزني د اداري استازي اصغرخان بټيزي خبري وکړي چي هر يوه په خپله وينا کي ددي ستر خدمت ستاينه او ملاتړ وکړ ، چي دافغان په تاريخ کي دا لومړی ځل دی چي د علم ډيوه دافغانانو تر کورونو پوري رسيږي .
او د ټولو افغانانو څخه يي وغوښتل چي نور بايد د ټوپک پرځای د قلم څخه کار واخلو او خپل ګران جنګ ځپلی افغانستان د قلم له لاري اباد کړو .
خو په يادو وينا والو کي ښاغلي ظاهر پښتون زياته کړه چي دا څلور کاله پر له پسي موږ دا کمپاين خپل په مټ چلوو خو دا د افسوس ځای دی چي په دي څلور کاله کي تر اوسه پوري يوي مرجي هم نه زموږ ملاتړ وکړ او نه يي هم راسره مرسته وکړه.
ځيني اداري زموږ د سپيڅلي مبارزي او ددي عظيم خدمت څخه ناوړه ګټه پورته کوي محمدنورزخان،محمدصابرخان،ازادخان اوملوک خان بيا دافغان کډوالو د کارډونو ( پي او آر ) پر حيثيت او ارزښت خبري وکړې او د پاکستان د حکومت او د ملګروملتونو څخه يي وغوښتل چي يادو کارډونو ته اعتبار ور کړل سي.
د ويناوالود ويناوو څخه وروسته غونډي ته يو پريکړه ليک اعلان سو چي په ياد پرکړه ليک کي د افغان کډوالو د اړوندو ادارو څخه غوښتنه وسوه چي دافغان کډوالو د تعليم لپاره ددنيا د نورو ملکونو په څير سيسټم عيار کړې او د نوي ټيکنالوژی سره سم بايد په ښوونځيو کي د زده کړي اسانتياوي برا بري سي د ګردي ځنګل او ځنګل پيرعليزي د ماشومانو د تعليم غم بايد وخوړل سي .

دتعليمي کال په شروع کي بايد دزده کوونکو او ښوونکوستونزي حل سي.

دښوونکومعاشات بايد اضافه او پرټاکلي وخت ورکړل سي.
د پورته پريکړه ليک څخه وروسته غونډه د ماسپښين پر (۱۲) بجي پای ته ورسيده .