کور / تازه خبرونه / کندهار: ملي امنيت يو ځانمرګى بريدګر او دماينونو ماهر نيولى

کندهار: ملي امنيت يو ځانمرګى بريدګر او دماينونو ماهر نيولى

د کندهار د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي د کندهار ملي امنيت رياست د کشفي عملياتو پر اساس دوه تنه د ځانمرګو بريدونو طرحه کوونکي او ځانمرګي بريد ګر يې نيولى .
د غه کسان هر يو عصمت الله دجان محمد زوى اصلي او فعلي دميوند ولسوالۍ دخوګيانو دکلي اولالا جان مشهورپه تورجان دلعل محمد زوى اصلي او فعلي دميوند ولسوالۍ دبند تيمور دسيمي اوسيدونکي .
نيول سوي کسان دحافظ نومي ګروپ پوري اړه درلود ه چي په هلمند ولايت کي دحافظ نومي کس له لوري لالا جان نامي ځانوژونکي بريد ته چمتو سوى وو او غوښتل چي په کندهارښار کي پر امنيتي ځواکونو ځانوژنوکي بريد تر سره کړي.خو د ملي امنيت له لوري مخکي له مخکي د موټر بم جوړوني ماهر عصمت الله هم ددوى د اوپراتيفي معلوماتو پر اسا س ونيول سو .