د روزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کي يو تن قومي مشر د ناپېژاندو کسانو له لوري په ډزو سره ووژل سو.
د روزګان د دهراود ولسوال امين الله خالقي وايې چي نن شنبه ماښام اووه بجې ددې ولسوالۍ په الا تاغ سيمه کي يو تن قومي مشر د ناپيژاندو کسانو په بريد کي وژل سوى دى.
دى وايې چې دغه قومي مشر ملک غلام نبي نومېدی او بريدګر تښتيدلي دي.
له بلي خوا په دهراود کي يوې باوري سرچيني وويل چۍ حاجي غلام نبي د خپلي سيمي د ملي پيوستون د شورا مشر وو او د ولسوالۍ په شوراګانو کۍ يې هم وړاندي غړيتوب لاره.
تر اوسه کومي ډلي ددي پېښي پړه نه دي منلي.