د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان،نرخ،سیداباد او جلریز ولسوالیو کې د عملیاتو،نښتو او ترافيکي پېښې په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفین ژوندي نیولي،یو ملکي وګړی وژل شوی،د یو ملکي وګړي په ګډون څلور سرتېرې ټپیان شوي او همدا راز ګڼ شمېر مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د نرخ ولسوالۍ په صد مرده سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال مخالفین هر یو زاخیل چې مشهور به وهاب وو او زرګل،چې د ملا اجمل ډلې پورې اړوند وو،ژوندي نیولي دي .
امنیتي ځواکونو هما راز د مرکز میدان ښار په قلعه جبار او کهنه خمار سیمو کې عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د مخالفینو له یوه پټنځای څخه یو میل فعاله دهشکه، ۳ سوه کیلوګرامه چاودیدونکې توکې،یوه پایه لویه مخابره او نور توکې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي خو په تور یې څوک ندي نیول شوې .
په ورته وخت کې د جلریز ولسوالۍ په زیولاتو سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د عامه ساتنې دوه سرتېرې ټپیان شوي او همدا راز د سیداباد ولسوالۍ په انتن پوستې سیمه کې د یوه توغندي د لګیدو له امله د ملي اردو یو سرتېری ټپي شوی دی .