کابل چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ تر ډېره د ټاپي پروژې او په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې د فعالیتونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، نن په اسلام اباد کې د ټاپي پروژې په وروستیو پرمختګونو او د پلې کېدو په لارو چارو باندې بحثونه کیږي.
د همدې ورځپانې د سرمقالې عنوان دی؛ “نه باید د ټاپي پروژه نوره د سیاسي سیالیو قرباني شي”.
د لیکوال په باور دغه پروژه ځکه مهمه ده چې له یوې خوا د امنیتي همکاریو روحیه رامنځته کوي او له بله پلو د شریکو اوږد مهالو ګټو پربنسټ ملتونه تل پاتې دوستۍ ته اړباسي.
اصلاح:
د اصلاح ورځپانې په سرمقاله کې راغلي؛ پخوا داسې انديښنې موجودې وې چې امکان لري؛ پاکستان د ګازو د پایپ لاین دغه پروژه د ایران له خاورې تیره کړي؛ خو اوس دغه ستونزه حل شوې ده.
د لیکوال په اند د ټاپي پروژې د پلې کېدو او امنیت ساتلو لپاره زرګونه امنیتي ځواکونو ته اړتیا لیدل کیږي چې د پروژې ساتونکي به د افغانستان له امنیت سره هم مرسته وکړي.
کابل:
بل خوا کابل چاپ نور ورځپاڼو په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې په فعالیتونو باندې لیکنې کړې دي.
ویسا:
ویسا په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې ایا د اسلامي دولت ډله په ریښتیا هم ستونزه ده که نه؟
د لیکوال د معلوماتو له مخې له بده مرغه په ډېرو ملي او نړیوالو مسایلو کې زموږ د حکومتي چارواکو او ادارو په منځ کې همغږي او د نظر یوالي نشته دې حالت له اولس نه لاره ورکړه کړې او د ډېرو ستونزو په اړه یې سره نه خلاصیږي.
د سرمقالې د لیکوال په باور، د اسلامي دولت بیرغ ته ځکه اړتیا ده چې طالب نور د امریکا له نظره دښمن نه دی؛ د طالب جګړه ختمه ده، په نوي شعار، نوي نوم د جګړې دوام ته اړتیا ده.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې د اسلامي دولت د ډلې فعالیتونه باید بابیزه ونه بولو او په هغه اصلي بڼه یې وپېژنو او چاره یې وکړو.
انیس:
د انیس دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی؛ “افغان دولت به هیڅ یوې ډلې ته اجازه ور نه کړي چې د هېواد امنیت خراب کړي.”
وړاندې په سرمقاله کې راغلي؛ له بدمرغه په افغانستان کې د اسلامي دولت د ډلې د فعالیتونو لپاره پراخ تبلیغات روان دي.
خو د سرمقالې لیکوال ډاډ څرګنده وي چې افغان امنیتي ځواکونه له کشفي او استخباراتي پلوه دومره پياوړي شوي دي چې د طالبانو په ګډون د ټولو وسله والو ډلو د فعالیتونو مخه نیولی شي.