کور / تازه خبرونه / د ماليې وزير: په جدي ډول د فساد مخه نيسم

د ماليې وزير: په جدي ډول د فساد مخه نيسم

کندهار، افغانستان- د افغانستان د ماليې وزير وايي په جدي ډول د فساد مخه نيسي، تر څو د عوايدو کچه لوړه سي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي دا څرګندوني تېره ورځ کندهار ته د سفر پر مهال په يوه غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. ښاغلي کيمي وايي په ګمرکاتو او مالي ادارو کي خيانت او فساد پراخي ريښې لري، خو دوی به يې په جدي ډول مخه نيسي، تر څو له دې لاري د عوايدو کچه لوړه کړي.

د غونډي په پيل کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي د کندهار لپاره بوديجه ډېره کمه ټاکل کيږي او بله ستونزه دا ده چي همدا کمه بوديجه تر ډېرو تدارکاتي چارو وروسته په ډېر ځند کندهار ته ورکول کيږي. نوموړي زياته کړه کندهار ته هغه مهال بوديجه ورکول کيږي چي مالي کال پاى ته رسيږي او هغوى بيا نه سي کولاى بوديجه مصرف کړي. ويسا د ماليې له وزير څخه وغوښتل چي د بوديجې په برخه کي د هغوى ستونزي هواري کړي.

په غونډه کي يو شمېر نورو رئيسانو د ځينو پروژو په هکله معلومات ورکړل او د ځينو پروژو په وړاندي يې د پرتو ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.

د مالې وزير اکليل حکيمي له ولايتي ادارې څخه وغوښتل چي يو باصلاحيته هيئت ډېر ژر کابل ته وروليږي، تر څو له دغه وزرات سره په ګډه ټولي ستونزي حل ړي. نوموړي داراز ژمنه وکړه چي د ګمرکونو او مستوفيت په ادارو کي به د فساد د مخنيوي په موخه لازم اقدامات وکړي.

د ماليې وزير پرون په مستوفيت کي د يوه نوي تعمير پرانيستنه هم وکړه.