کور / تازه خبرونه / کندهار:وسله والو د سولي شورا غړی وژلی دی

کندهار:وسله والو د سولي شورا غړی وژلی دی

د كندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر د خبر پر اساس نوموړی تېره شپه اته بجې دکندهار ښار دڅلورمي امنيتي حوزې اړوند دمسجد قبا په سېمه کي حاجي شرين په داسي حال کي چې دالله ج په عبادت بوخت وو د ناڅرګندو وسله والو لخوا ووژل سو.
کندهار پوليس وايي چي په دې اړه پلټنه کوي خو د پېښي په تړاو څوک نه دی نيول سوي.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په کندهار کې د سولې د شورا پر غړي حاجي شیرین آغا بريد په کلکه وغندی او د خبرپاڼي په خپرولو سره يې دا وژنه يې د افغانستان د خلکو د دښمنانو او تروریستانو کار وباله.
جمهور رئیس غني وویل چې د نړۍ د نورو وګړو په څېر په سوله کې ژوند کول د افغانانو حق دی او د دغه حق لپاره به هر افغان د خپل ژوند په بیه مبارزه وکړي.