کور / شعر / غزل

غزل

راشه ومی ګوره زړه او ځیګر دواړه
که دی مینه وه پکښی بیا راکړه غاړه
 
ستا له غمه ابادی شوه را نه پا ته
دمجنون غوندی او سیمه په شاړه
 
لوند ګریوان په غټو غټو باندی ژاړم
لیونی غوندی ګریوان څیری ریتاړه
 
اندیښتو او وسوسو خوښ په بیدیا کړم
لوږی تندي په نصیب دي زما واړه
 
ربه ما سید لوګئ کړی چه لوګئ شم
لوګئ مکړی نازنینه هسکه غاړه



لیږونکئ : محمدعلي عمری-مسلم باغ