کور / تازه خبرونه / ١٣ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

١٣ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي، ۴ تنه ټپيان او دوه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن په خپرې شوې خبرپانې كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې ننګرهار، کندهار، ارزګان، غزنی او پکتيکا ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي. او د يادي مرګ ژوبلي او نيوني ترڅنګ د دوى لاس ته وسلې هم ورغلي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.