کور / تازه خبرونه / د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي په تېرو دريو اونيو کي ۱۳۰۰ ماينونه خنثی سوي دي

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي په تېرو دريو اونيو کي ۱۳۰۰ ماينونه خنثی سوي دي

د ميوند ولسوالۍ هغه سيمي له ماينونو او وسله والو پاکي سوي، چي له کلونو کلونو ناامنه وې.
وروسته له ددېرلسو کلونو افغان ځواکونه د کندهار د ميوند ولسوالۍ په ځينو سيمو کي په عملیاتو کي بریالي کېږي.
د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور او کلای ښامير هغه سيمي چي تر اوسه هم د وسله والو طالبانو د فعاليت لوي مرکزونه وه.
د پنجوايي، ميوند او ژړۍ ولسواليو عمومي قوماندان سلطان محمد وايي، چي ګډو ځواکونو له تيرې يوې مياشتي راهسي د ميوند ولسوالۍ په ناامنه سيمو کي د ماينونو د خنثي کېدو او د مخالفينو په وړاندي عمليات پيل کړي.
د هغه په خبره چي په دې عملياتو کي يې ۱۳۰۰ ماينونه خنثي کړي او له وسله والو طالبانو څخه يې يو شمير پرمختللي وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي دي.
هغه په دې عملياتو کي ددو ملي اردو د ټپي کېدو خبره هم وکړل خو طالبانو ته يې د اوښتي مرګ ژوبلي په اړه معلومات ورنکړل.
په خبره يې چي په سيمه کي اوس هم عمليات دوام لري.
د ميوند ولسوال عبيدالله وايي هغه سيمي، چي له ماينونو او وسله والو پاکي سوي د ښې حکومتولي پروګرامونه يې ورت پیل کړي او د ښوونځيو جوړيدل يې ورته د لومړيتوبونو څخه دي.
ميوند ولسوالۍ د کندهار- هرات پر لويه لاره پرته ده، د امنتي چارواکو په خبره چي لا اوس هم يو شمېر سيمي يې د وسله والو طالبانو په ولکه کي دي، چي دوي يې په وړاندي عمليات پيل کړي دي.