کور / تازه خبرونه / کندز: ۳۲ تنه پولیس دوسله والو سره دمرستي په تور ونیول سول

کندز: ۳۲ تنه پولیس دوسله والو سره دمرستي په تور ونیول سول

د کندوز چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د ملي امنیت ادارې ۳۲ پولیس له طالبانو سره د اړیکو او همکارۍ په تور نیولي دي.
د کندوز والي محمد عمر ساپی وايي چې دوی لومړی د څو پولیسو په اړه معلومات پیدا کړل چې له طالبانو سره اړیکي لري، وروسته يې د هغوی په وسیله ۳۲ تنه پولیس د طالبانو سره د همکارۍ او اړیکو لرلو په تور نیولي دي.
ساپي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نیول سوو پولیسو طالبانو ته معلومات ورکول او هم يې د وسلو مرسته ورسره کوله.
هغه له رسنیو سره په دې خواشيني څرګنده کړه چې د کندوز پولیسو په دوولسو کلونو کې هیڅ بدلون نه دی کړی او نه هم د کورنیو چارو وزارت له لوري پکښې د سمون هڅه سوې ده.
دیادوني ده چي پر مهمو ځایونو زیات وخت حملي د پولیسو دلباس څخه په کټه اخستني سوي او زیات وخت خو يي لا خپل ملګري په اتاقونو کي وژلي .