د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ په نښته کې د وسلوالو مخالفینو د یو قوماندان په ګډون ۴ تنو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تیره ورځ ماسپخین ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ په جوبین سیمه کې مخالفو وسلوالو د سیمه ییزو پولیسو په یوې پوستې له لرې واټنه ډزې کړي چې د افغان ملي اردو د هاوان په ځوابیه برید کې د مخالفو وسلوالو یو سرګروپ چې محمد طاهر نومیږي او یو تن بل چې هویت یې نه دی څرګند په کې وژل شوي او ۲ تنه نور یې شدید زخمیان دي.
محمد طاهر چې اصلا د الیشنګ ولسوالۍ د پوهین د سیمې اوسیدونکی دی د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان؛ قهرمان له ډلې سره تړاو لري.
د یادولو ده چې په دغه نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه