په پام کې ده چې د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي ټیمونه نن په لاهور کې دوستانه لوبه وکړي.
د افغانستان او پاکستان د فوټبال ملي لوبډلو تېرځل په ۲۰۱۳ کال کې په کابل کې لوبه کړې وه چې هغه لوبه افغانستان درې د صفر په وړاندې ګټلې وه.
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم کپټان جلال الدین ویلي دي چې نننۍ لوبه به د کابل او اسلام اباد اړیکي لا پیاوړي کړي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم په نړېواله کچه ۱۴۲ ځای لري چې د پاکستان ترټیم څخه چې ۱۸۸ ځای لري، ډېرمخکې دی.
د افغانستان لوبډلې په کراچۍ کې د جنوبي اسیا د ۲۰۰۵ کال له جام وروسته له پاکستان سره بله لوبه نه ده کړې.