کور / تازه خبرونه / په زرونو چينايان د المپيك په لومړۍ ورځ ودونه كوي

په زرونو چينايان د المپيك په لومړۍ ورځ ودونه كوي


د المپيك د لوبو نړيوالي سيالۍ چي د اګست پر اتمه نېټه د چين په پلازمېنه بېجينګ كي شروع كېدونكي دي، د چين حكومت وايي د دې ورځي په مناسبت د چين په زرونو ځوانانو او پېغلانو د ودونو پرېكړه كړې ده.
د چين حكومت وايي رسمي ارقام ښيي چي په دې ورځ به تر نهو زرو هم ډېري جوړې له يو بل سره يو ځاى سي.
چينايي پېغلانو او ځوانانو په دې ورځ واده كول پر نېك شګون نه نيولي او د چين حكومت وايي د چينايي ځوانانو دې پرېكړي د المپيك نړيوالو سياليو ته د راتلونكو سيلانيانو پر ډېروالي خورا ډېر اغېز كړى دئ.