کور / تازه خبرونه / په اسلامي هيوادونو کي د فرانسې د سفارت د بندېدو غوښتنه وسوه

په اسلامي هيوادونو کي د فرانسې د سفارت د بندېدو غوښتنه وسوه

د میدان وردګو ولایت زرګونه اوسیدونکو د یوه پراخه لاریون په ترڅ کې د فرانسې هېواد د شارلي ابدو مجلې له لورې د حضرت محمد ص کاریکارتور خپرول په کلکو ټکو وغندل او په اففانستان د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې د فرانسې سفارت د تړلو غوښتنه وکړه.
دغه لاریون،چې نن ( دوشنبه) سهار نهه بجې د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې پیل شوو،د دوو ساعتونو لپاره یې د اعتراض په توګه د کابل ـ غزني لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه،چې له لاریون وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانستل شوه.
لاریون کوونکو ګواښ وکړ، که حکومت په افغانستان کې د فرانسې سفارت ونه تړي نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او لویه لاره به د تل لپاره د ترافیکو پر مخ وتړي.
دوی همدا راز د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه،چې د فرانسې هېواد د شارلي ابدو مجلې د یادې ناوړې کړنې په غبرګون د دغه هېواد سفارتونه په خپلو هېوادونو کې وتړي .
دغه سوله ییز لاریون کوونکو د فرانسې هېواد پر ضد شعارونه ورکړل او همدا راز یې د دغه هېواد بېراغ او شارلي ابدو مجلې چلوونکې انځورونو ته هم اور ورته کړ .
امنیتي ځواکونو د یاد لاریون پر مهال کلک تدابیر نیولي وو،چې له امله یې هیڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نشو.
تر دې وړاندې د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې هم سلګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې په افغانستان کې د فرانسې سفارت د تړلو غوښتنه کړې وه .