د كندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ كې موټرسایکل بم چاودنې د یوه پولیس په ګډون درې تنه ټپیان کړل.
د دې ولايت امنيتي چارواکي وايي چي دا پېښه نن تر غرمې وروسته د دې اولسوالۍ په يوه کلي کي رامنځ ته سوې ده چارواکي وايي چي دا چاودنه د يوه موټر سايکل په وسيله چي د چاودېدونکو توکو څخه ډک وو رامنځ ته سوې.
د چاودني مسئوليت تر اوسه چا پر غاړه نه دئ اخستى.