ایتلافي ځواکونه ادعا کوي چې دوی د کاپيسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې د جمعې په ورځ په عملیاتو کې ګڼ وسلوال وژلي او دری نور یې نېولي دي.
لر او بر ویبپاڼې ته دایتلافي ځواکونو په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي دي چې دوی په ولسوالۍ کې د وسلوالو ګڼ ځایګي وموندل او تر برید لاندی یې راوستل چې په یوه ځایګي کې پری ډزی وشوې دوی وايي چې د ډزو ځواب یې ورکړ او ګڼ وسلوال یې ووژل.