یوه ښه څېړنه یا تحقیق لاندي اته خاصیتونه لري:
اول- هدف(Purposiveness):هرڅېړنه باید یوڅرکند هدف ولري ځکه هیڅ څېړنه بېله هدفه تره سره کېدای نه سي او که چیري تکمیله هم سي نو بیا نتیجه ځني اخیستل کېدای نه سي.
مثال: ددې ایکس وای څېړني هدف دادئ چي هغه عوامل معلوم سي چي ولي زموږ دکمپنۍ کارمندان هره اوونۍ استعفاوي ورکوي.
دوهم- دقت(Rigor):دڅېړني ددقت درجې ته ویل کیږي چي حقایق اوتغیرپذیرونه څومره په احتیاط اوبشپړه توګه راټول سوي او څېړل سوي دي.که په څېړنه کښي له دقت او احتیاط څخه کارنه واخیستل سي، نوسمه نتیجه نه ورکوي.
درېیم:ازمايښټ والی(Testability):هغه فرضيې ته چي تاسوانکشاف ورکړی دئ باید دحصائیه وي فارمولواوطریقو په وسیله وازمویل سي اوباید دازمایلو وړوي.که چیري په راتلوونکي کښي دغه ډول څېړنه بیا کیږي نو باید یو شی نتیجه ورکړي.
مثال: کاري چاپیریال، تشویق، ښه معاش دکارمندانو پرمؤثریت مستقیم تاثیر لري. څېړونکی باید وښئي چي دغه درې تغیر پذیرونه (کاري چاپیریال، تشویق، ښه معاش) هریوپه خپل وارڅو فیصده دکارمندانو پرموثریت تاثیر لري اوایا دازمایلووړدي اوکه یا؟
څلرم-سموالی(Accuracy):ددغه خاصیت له مخي دڅېړونکي هغه نتیجه چي له (سمپل)څخه ئې ترلاسه کړې ده له (ټول) سره څونده سمه ده اودسمپل نتیجه له حقیقت سره څومره نزدې ده.
مثال:یوې رسنۍ په خپله څېړنه کښي له ۲۵۰۰ کسانو څخه پوښتلي دي چي دملي یوالي حکومت څخه خوښ دي که یا؟ نتیجه ئې داسي وه چي ۳۵٪ خلګ خوښ، ۳۰٪ ناخوښ او ۲۵٪ بې طرفه ول. ۲۵۰۰ کسان دافغانستان دټول نفوس یوسمپل دئ. دڅېړني دغه خاصیت موږ ته ښئي چي دغه۲۵۰۰ کسان چي یوسمپل دئ دټول نفوس سره څونده سم او حقیقت ته څونده نزدې دي.
پنځم- واقعیت(Objectivity): دڅېړونکي دڅېړني نتیجه باید یوازي دراټولوسوواو تحلیل سوومعلومات پراساس وي. له شخصي نظریاتو،احساساتو اوغوښتنو څخه باید پاکه وي، یعني څېړنه باید پر واقعیت ولاړه وي، نه پر ذهنیت.
مثال: یوڅېړونکی په کارځای کښي دکارمندانو پرسلوک باندي څېړنه کوي.کله چي دخپل مذهب، قوم، ژبي خلګو ته را ورسیږي نودهغو دسلوک په اړه یوازي مثبت معلومات ورکوي. دغسي څېړنه چي دڅېړونکي شخصي نظریات دهرډول عواملواو مجبوریتونوله مخي پکښي ځای پر ځای سوي وي، بې ارزښته څېړنه ده.
شپږم:عمومیت او تطبیق والی(Generalizability):دڅېړني دغه خاصیت دڅېړني نتیجه له یوه چاپیریال څخه په بل چاپیریال کښي ښئي.
مثال:دابرهم ماسلودژوند دضرورتونو هغه فلسفه چي دانسانانودتشویق یا هڅوني له پاره یې په ۱۹۴۲ کي دهرم په شکل واړندي کړه، نن عمومیت لري که څه هم ماسلو داوسنۍ نړۍ له خلګوڅخه پوښتنه نه ده کړې چي تاسوڅوضرورتونه لرئ خو دده دڅېړني نتیجه په سوډان، مصر، جاپان، افغانستان یا نورو… کښي یو شی او دتطبق وړ ده.
اووم- اقتصادي(Parsimony):څېړنه باید ساده او لږ تغیر پذیرونه ولري.
مثال: دکارمندانومؤثریت دبیخي ډېروتغیر پذیرونه تابع دئ خو موږ باید یوازي هغه مربوط تغیرپذیرونه انتخاب کړو چي له څېړني سره نزدې اړیکي لري نه دا چي دومره تغیر پذیرونه ورداخل کړوچي اخیرنه موږاو نه لوستوونکی نتیجه ورڅخه اخیستلای سي.
اتم- اطمنان(Confidence):اطمان هغه احتمال ته ویل کیږي چي څېړونکي په ډاګه ووايي چي زموږ اټکل(estimation) ۹۵٪ یا ۹۹٪ درست دئ. نړۍ وال معیار هم دادئ چي چي دغه دوې فیصدۍ وټاکل سي. که دڅېړونکي دڅېړني نتیجه ۹۹٪ درسته وي، یعني یوازي۱ ٪ اصلاح ته ضرورت سته.