کور / تازه خبرونه / کندهار: ۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار: ۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیادراني وایي چي لمړي پیښه د ګاز ډبي د چاودني له امله سوي چي پر مهال يي دري تنه وژل سوي دي.
دراني وايي چي داپیښه د دوشنبي په ورځ ماځیګر مهال ۴:۳۰ بجي په يو فيلډر موټر کي سوې چي په ګازي سيسټم چلېدئ. د هغه په وينا چاودني يو موټروان او دوه لاروي کوچنيان وژلي دي.
بلخوا دراني وايي چي د همدي ورځي په ماښام څه کم ۶ بجي د دوهم دوراهي په سیمه کي په یوه زرنج موټرسیکل کي د ځاي پرځاي سوو چاودیدونکو توکو له امله دوهمه چاودنه سوي چي پر مهال يي دري تنه عام وکړي ټپان سوي دي.
ددي چاودني مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دي اخیستي.