د ماليې وزارت لپاره نوماند وزير غلام جيلاني پوپل ته نږدې سرچينې وايي چې نوموړى د نا څرګندو لاملونو په سبب له خپلې نوماندۍ تېر شوى دى.
د ولسی جرګې يوه غړي د نوم نه ښودلو په شرط وويل، په پام کې نيول شوې چې په واشنګټن کې د افغانستان پخوانى سفير اکليل احمد حکيمي د جيلاني پوپل پر ځاى وټاکل سي.
پوپل د حامد کرزي په حکومت کې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه کار کړى دى.
ټاکل شوې چې نوماند وزيران او دوه رييسان سبا د سې شنبې په ورځ ولسي جرګې ته د باو رايې اخيستلو لپاره ور وپېژندل شي.