د کندهار د ارغنداب پر رود د ٢٢ ميلونه امريکايې ډالرو په ارزښت د ٣١ کيلومتره محافظوي ديوال د جوړيدو چاري پيل سوې .
د کليو او پراختيا سرپرست وزير او د کندهار چارواکي وايې چې ددي محافظوي ديوال په جوړيدو سره به د زرګونه جريبه ځمکي د له منځه وړلو مخه نيول سوې وي.
د افغانستان د کليو او پراختيا سرپرست وزير د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي د ٣١ کيلومتره استنادي ديوال پروژه پرانيستل چي ٢٢ ميلونه امريکايي ډالره لګښت پر راځي.
سرپرست وزير محمدطارق عصمتي وايې، چي دا پيسي د کليو او پراختيا وزارت د اختياري بوديجي څخه ورکول کيږي، چي په پنځه کلونو کي به بشپړه سي.
که څه هم د پروژې کار کوونکي خپله د سيمي اوسيدونکي دي خو سرپرست وزير د سيمي پر خلګو ټينګار وکړ څو د پروژې څارنه په خپله وکړي.
د ارغنداب ولسوالۍ اوسيدونکي وايې، چي ددې پروژې د پيل سره به ددوي په سيمه کي د بې کاري کچه ټيټه او کرهڼيزي ځمکي به پر وخت خړوبي سي.
دا په داسې حال کې چې د ارغنداب سيند وړاندي زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه وړي او خلکو په بيا بيا له دولت څخه غوښتي وه چې د سيند دواړو غاړو ته استنادي ديوالونه جوړ کړي.