کور / تازه خبرونه / کندهار: د ميروېس لېسې د مدير قاتلين ونيول سول

کندهار: د ميروېس لېسې د مدير قاتلين ونيول سول

په کندهار کي د غلچکي بريدونو او چسپکي ماينونو ايښودونکي نيول سوي
د کندهار پوليسو د ميرويس نيکه د لېسې د مدير وحيدالله احمدي او د يو پوليس قاتلين او څلور د چپسکي ماينونو ايښودونکي نيولي.
پوره يوه مياشت مخکي نامعلومو کسانو د کندهار د ميرويس لېسې مدير وحيدالله احمدي په يوه غلچکي بريد کي وواژه.
د کندهار پوليسو ويلي، چي نيول سوى کسان يې د کشفي راپورونو وروسته د ځانګړو عملياتو پر مهال نيولي.
ويل کيږي، چي دواړه بريد کوونکي د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکي دي او دغه غلچکي بريدونه يې په قلمي توپنچو سره کړي دي.
پوليس زياتوي، څلور هغه مخالفين يې هم نيولي چي په ښار کي يې په موټرونو او نورو ځايونو کي چسپکي ماينونه ايښودل.
نيول سوي کسان ټول يې د لوګر اوسېدونکي دي او د دوهمي امنيتي حوزې پوليسو نيولي دي.