کور / تازه خبرونه / د ٢٧ وسله والو د وژل کېدو ادعا وسوه

د ٢٧ وسله والو د وژل کېدو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي، ۳ تنه ټپيان دي او ۱۲ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ،کندهار، غزني او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي چي د يادو مرګ ژوبلي ترڅنګ ئې وسلې او مهمات هم د وسله والو څخه نيولي.
وسله والو طالبانو د کورنيو چارو د وزارت دا ادعا بې بنسټه بللې.