کور / تازه خبرونه / د چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر د نيولو خبر ورکړل سو

د چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر د نيولو خبر ورکړل سو

د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د ځآنمرګي بریدونو د ترسره کولو په موخه له چاودیدونکو توکو ډک سراچه ډوله موټر نيولى.
د ملي امنیت مؤظفینو له لورې یو سراچه دوله موټر،چې د هلمند ۴۸۷۳۲ نمبر پلیټ لرونکې ده، د وسله والو مخالفینو له لورې د ځآنمرګي بریدونو د ترسره کولو په موخه برابره شوې وه.
دوی غوښتل یې،چې د موټر بم چاودنې ترڅنګ ګڼ ځانمرګي بریدونه د میدان وردګو ولایت په مهمو دولتي ادارو ترسره کړي،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې یاده موضوع د تېرو لسو ورځو راهیسې په پرلپسې ډول تر تعقیب لاندې وه.
دغه ځواکونو تر یاد تعقیب وروسته له غرمې مخکې یاده سراچه، د سیداباد ولسوالۍ،شش ګاو سیمې په باکرخیلو سیمه کې په داسې حال کې ونیوله،چې غوښتل یې همدا نن خپلو شومو هدفونو ته ځان ورسوي .
که څه هم د امنیتي ځواکونو له لوري په دې تړوا مخالفین ندي نیول شوي او په تېښته بریالي شوي دي،خو د امنیتي ځواکونو له لورې یې د نیولو په موخه جدې هڅې رواني دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.