یوه ورځ یوه باچا و خپل وزیر ته وویل”وزیر لالا ماته داسي کیسۍ «سوال» را واچوه چي آسانه وي او زه یې سهي جواب درکم که چيري ستا کیسۍ مشکله وه او ما یې جواب نه درلود نو بیا به دي خېر نه وي”وزیر خوارکی په دوه زړه کي سو. فکر یې وکړ، که چیري کیسۍ نه ور اچوم دا خو هیڅ امکان نه لري.ځکه د باچا صاحب حکم دی. او که چیری کیسۍ وراچوم خدای مه کړه، که یي باچا جواب نه درلود نو بیا به نه زه یم او نه به مي وزیري. هغه د چا خبره یوې خواته پړانګ دی او بلي خواته پاڼ دی،خیر! خو زړه یې راټول کړۍ، بسم الله یې کړه.
باچا صاحب! زما یو شی دی کشمشی دی په رنګ تور دی. سترګي یې ژړي دي دوه غوږونه او اوږده لکۍ لري. د خولې څخه د میو،میو اواز راباسي. باچا سلامت ته وا دا به چیشي وي؟
باچا صاحب چي دا کیسۍ واورېده، نو یې پر وزیر خوارکي ناره که”های خبیثه وزیره!ما نه درته وویل چي اسانه کیسۍ به را اچوې دا خو دي ډېره مشکله کیسۍ را واچوله خو زه چي فکر کوم دا چرګه ده.
وزیر چي د باچا جواب واورېدۍ. نو یې ناره کړه. بې شکه، بې شکه، بې شکه تاسو بلکل سهي وایاست دا چرګه ده. باچا سلامت!!!
اوس چي زه ځیني درباری لیکوالان یا درباري رسنۍ وینم. نو هغه د وزیر خبره را یاده سي. چي دربار یا بادار څه ورته وای که په هغه کي د دوی د مذهب، کلتور یا ژبي سپکاوی هم وي، بس دوی یوه سپږه لا هم نه خوري، هغه وایي او لیکي یې هغه که رښتیاوي او که درواغ.
مغولو واکمنانو به په خپل دربار کښي لیکوالان ګومارلي وه لیکوالانو به د روپیو او نورو اسانتیاو په بدل کي خپل وجدان خرڅ کړی وو. د حقایقو د لیکلو پر ځای به يې کتابونه د وخت د باچاهانو په صفتونو ډک کړل.
زموږ دښمن، موږ د خپل مذهب، کلتور او ژبي څخه لیری ساتل غواړي. ږیره او لنګوټه خو لا له مخه د ترور نښانې جوړي سوي دي اوس وار رارسېدلۍ دي، چي پښتانه د خپل کلتور پر ځای د نورو کلتور، د خپلي ژبي پر ځای د نورو د ژبي پر لوور روان سي. ښه بېلګي یې په افغانستان کي د ټلویزونونو سریالونه او د راډیو ګانو خپروني دي.
په موجوده وخت کي په افغانستان کي شپېته «۶۰» د ټلویزونونو چېنلونه او د یو سلو پنځوسو«۱۵۰» په شاوخواکي د راډیوګانو سټېشنونه شتون لري. د دغه ځینو رسنیو هدف یوازي او یوازي، د پردیو کلتور په افغانۍ ټولنه کي خپرول دي
که څوک د دغه چېنلونو د نطاقانو و خبرو او نورو حرکتونو ته ځیر سي. نو بیخي به دا و نه وای چي دا د افغانستان چېنلونه دي. هغه د وایس آف امریکه ټاپ ټین او په نورو خپرونو کي چي کمه بې حیایي او په خپل کلتور او ژبي پسخند وهل کیږي. هغه د چا خبره ګرسره به دي د سر مازغه پرله وه ایشیږي.
دغه کارونه، د دغه رسنیو لیکوالان او خبریالان خواران په خپل اختیار نه کوي. لکه ما چي مخکي یادونه وکړه. دوی خواران مکلف دي، چي هغه څه و وای او ویې لیکي کم چي د دربار او بادار خوښه وي. دوی یوازی دا حق لري. چي و وای بې شکه، بې شکه…
لیکوال او خبریال که په هره رسنۍ کي، که څه لیکي او که یې وای. باید رښتیا وي. د یو چا پټه خوله ښه ګڼل کیږي. خو نه د یوه لیکوال ده. لیکوال باید د یو ټولني د ناوړه کارونو پر مخ پټه خوله پاته نه سي. او که بیا چیري څه نه ولیکي او یا یې نه ووایي. نو بیا به هیلي او حق د خاورو سره خاوري سي او د دوی پټه خوله به د ماتي د منلو او د ظالم د ظلم د طرفدارۍ په مانا وي. که چیري هر لوستۍ سړی په ځانګړې توګه یو لیکوال یو ناوړه کار یا عمل و ویني. باید چي سم دستي هغه د لیکلو یا وییلو په ژبه تر نورو پوري ورسوي.
تر ټولو ښه لیکوال یا خبریال هغه دی، چي د هغه زړه او روح د خپل مذهب، خپلي خاوري، خپل کلتور او خپلي ژبي د درد په سبب و دردیږي. تر ټولو ښه لیکنه هغه ده چي په هغه کي د حق خبره سوې وي. چي هغه د ظلم، نا انصافۍ او غلامۍ پر ضد وي. د حق خبري په وییلو یا په لیکلو سره نه یوازي په ټولنه کي مثبت بدلون راځي، بلکه د مظلوم و پرهرو ته د پټۍ د اېښودلو په مانا دي.