کور / تازه خبرونه / ميدان وردك:د خونړۍ پېښې مخنیوی وشو

ميدان وردك:د خونړۍ پېښې مخنیوی وشو

د میدان وردګو ولایت د ملي امنیت مؤظفینو له لورې د ځآنمرګي بریدونو د ترسره کولو په موخه له چاودیدونکو توکو ډک سراچه ډوله موټر په نیولو سره د خونړۍ پېښې مخنیوی وکړ.

د ملي امنیت مؤظفینو له لورې یو سراچه دوله موټر،چې د هلمند ۴۸۷۳۲ نمبر پلیټ لرونکې ده، د وسله والو مخالفینو له لورې د ځآنمرګي بریدونو د ترسره کولو په موخه برابره شوې وه.

دوی،چې د حقاني شبکې اړوند مخالفین دي،غوښتل یې،چې د موټر بم چاودنې ترڅنګ ګڼ ځانمرګي بریدونه د میدان وردګو ولایت په مهمو دولتي ادارو ترسره کړي،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې یاده موضوع د تېرو لسو ورځو راهیسې په پرلپسې ډول تر تعقیب لاندې وه.

دغه ځواکونو تر یاد تعقیب وروسته نن ( شنبه) له غرمې مخکې یاده سراچه، د سیداباد ولسوالۍ،شش ګاو سیمې په باکرخیلو سیمه کې په داسې حال کې ونیوله،چې غوښتل یې همدا نن خپلو شومو هدفونو ته ځان ورسوي .

که څه هم د امنیتي ځواکونو له لوري په دې تړوا مخالفین ندي نیول شوي او په تېښته بریالي شوي دي،خو د امنیتي ځواکونو له لورې یې د نیولو په موخه جدې هڅې رواني دي .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي له چاودیدونکو توکو د یادې سراچې څخه د لیدنې پر مهال د ملي امنیت مؤظفینو د هڅو ستاینه وکړه .

ده زیاته کړه،دغه ځواکونو وکولای شول،چې په دغه کار سره د لسګونو بې ګناه وګړو د وینو تویولو او یوې خونړۍ پېښې د رامنځته کیدو مخنیوی وکړي .