په هلمند کي دشپږسوه څلورم سرحدي زون درستیزوال مل پاسوال حمیدالله (صدیقي) وايي چي د خانشین ولسوالۍ دبګت په سیمه کي د دوهم کنډک قومندانۍ دڅلورمي ټولۍ سرحدي پولیسو دګزمي پرمهال دیوه کمین په ترڅ کي دقاجاق وړونکوڅخه ۱۷۲ کیلوګرامه لانده تاریاک نیولي دي .
هغه وویل چي دغه لانده تاریاک په یوه عراده جیپ موټرکي ځای پرځای سوي وه چي له دوه تورونو کسانو سره وه نیول سوه .
دهغه په وینا چي دغه دوه تنه عبدالواسع د عبدالباري زوی دکندهار ولایت د سپین بولدک دسیمي اوسیدونکی دی ، ترڅنګ یي دوهم تن نثاراحمد د عبدالرؤف زوی دکندهار ولایت دبولدولسوالۍ اوسیدونکی دی چي سرحدي ځواکونو له یوې سپکي جګړې نه وروسته په ټپي حال کي نیولي دي .