کور / تازه خبرونه / چارواکي د وسله والو د وژلو او نيولو خبر ورکوي

چارواکي د وسله والو د وژلو او نيولو خبر ورکوي

امنتي چارواکي د وسله والو د وژلو او نيولو خبر ورکوي.
د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي وويل چي د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې ۳ وسله وال مخالفين وژلي، ۷ يې ژوندي نيولي او ۲۱ يې مشکوک کسان نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، چي په ورته وخت کي يې يوه مخابره او ۲ موټرسايکلان نيولي او ۳ موټرسايکلان يې سوځولي دي. د ده په خبره چي ۵۶ بېلابېل ماينونه، ۳ لاسي بمونه، ۵ پاکټه باروت، ۱۰ توغندي او ٥٨، ۷۵ ملي مترۍ توپ مرمۍ يې نيولي دي.
اطرافي وايي تېره اوونۍ يې ۲۱ ګرامه هيرويين، ۷۵۰۰ کيلوګرامه مخلوط چرس او ۷ تنه مظنونين نيولي دي او ۱۰ معتادين يې د تداوۍ مرکز ته معرفي کړي دي.
د ملي امنيت منسوبينو د تېري يوې اوونۍ په اوږدو کي يو ځانمرګي بريدکوونکي، يو د وسله والو مخالفينو قومندان، ۱۴ نور ترهګر او يوه اندازه وسلې او مهمات نيولي دي.