د کندهار امنتي چارواکو ددولت يو شمېر لوړپوړو چارواکو ته خبر دارى ورکړ چي په دې سيمه کي د مليشي قواوو د جوړېدو اړتيا نسته او نه به هم چاته اجازه ورکړي.
په جنوب کې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان لوري ته دامنيتي چارو د بشپړه ليږد پر مهال افغان نظاميانو خبر داري ور کړ چي افغانستان د يوه منظم پوځ در لودونکى دى او مليشه يي قواوو ته هيڅ اړتيا نلري .
پوره ۲ اونۍ مخکي د افغان ولسمشر لومړۍ مرستيال عبدالرشيد دوستم په شمال کي په يوې وينا کي ويلي وه ، چي وسله وال طالبان د خپلو شلو زرو جنګياليو په زور ماتولي سي او آن هلمند ته به هم د هغوي د ځپلو لپاره ولاړ سي .
په کندهار کي له بهرنيو ځواکونو څخه افغان لوري ته دواک د سپارلو په دې مراسيمو کي د کندهار امنيه قومندان لوي پاسوال عبدالرازق وويل چي پدې حوزه کي په کافي اندازه افغان سرتيري مېشت دي .
نوموړي زياته کړه چي د افغانستان همدا منظم امنيتي ځواکونه د هر ډول بهرني خطر په وړاندي له خپلي خاوري ساتنه په ښه ډول کولاي سي.
هغه وويل چي په دې حوزه کي به چاته اجازه ورنکړي څو ملېشې قواوي جوړي کړي.
د واک په دې تشريفاتي مراسيمو کي د افغانستان د ځمکنيو قواوو قوماندان مراد علي مراد او کندهار سرپرست والي يو ځل بيا پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ څو د افغان دولت په وړاندي د پرديو په اشاره له ورانى لاس واخلي.
په جنوبي ولاياتونو کي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو قومندان جنرل کولن د نظامي واک د وروستۍ پړاو د سپارلو پر مهال وويل چي له لويه سره هم افغان ځواکونو له تيرو ۲ کالو راهيسي په جنوبي ولاياتو کې خپلواک عمل کاوه .
دي زياته وي چي له خپلو افغان همکارانو سره به يې نوي ملګرتيا د هغوي د کيفت او تجهيز پر محور را څرخي او دې برخي ته به د نړۍ بشپړه پاملرنه وي .