د کندهار د ملي امنيت رياست له لوري دوسله والو طالبانو دوه تنه قومندانان چي په خاکريز ولسوالۍ کي يې ددولت په وړاندي ترهګريز فعاليت کاوه د عملياتو پرمهال نيول سوي دي.
د کندهار د ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي ملي امنيت رياست ياد کسان د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ نيولي دي چې پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړى دى.
دغه کسان سيد جان دسيد محمد زوى دکندهار ولايت دخاکريز ولسوالۍ دباغکې دکلي اوسيدونکى د((١٢)) کسيزي ډلي قومندان اوعبدالمالک دمحمد صادق زوى دخاکيز ولسوالۍ دلام دکلي اوسيدونکى دپنځه کسېزه ګروپ مشر وو .