”دغه ليكل سوئ دبديع اوبيان كتاب، چي دنوروكتابو، رسالو او خپرونو څخه راټولي سوي موضوعګاني دي،
چي د ليكوال نظريات هم پكښې شامل دي، يو تصنيفي
شكل لري او په نوي سيستم سره ليكل سوئ دئ. د لوستونكي لپاره ډېر كار اسانه كوي، چي ډېر ژر د شعر او ادب سره مخامخ شي او هلته د شعر او ادب په ګلستان كښي رنګا رنګ ګلونه وسپړي او دبڼ په شنو چمنونو كښې د ادب د مرغانو ږغونه اوآوازونه واوري او د خيالونو په نړۍ كښې ډوب او دشعر په بحر كي ولامبي. د شعر دخيالي دنيا څخه ادبي ګلان را ډالۍ كړي.
ددغه كتاب د ليكني مقصد د شعر پېژندنه او د شعر د ډولونو او توكو زده كول دي…” د کتاب د بشپړ متن او معلوماتو لپاره همدلته کلیک وکړئ.
د کتاب پېژندنه::
دکتاب نوم : بدیع او بیان
ليکوال: محمد سرور وکيلي
د لیکني کال او ځای: ۲۰۰۷ م ع – ۱۳۸۷ ه ش، جرمني
ترتيب کوونکی: خپله لیکوال
انلاين چاري : مختار احمد احسان – د لراوبر ډاټ کام برېښنايي کتابتون
يادونه ::: دا کتاب د pdf په بڼه جوړ سوئ دئ، که يې پروګرام (Adobe Reader) نه لرئ دلته يې ډاونلوډ کړئ !