د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضيا دراني وايې، چي د رواني اوونۍ په لړ کي امنيتي سرتيرو يې په ښار او ولسواليو کي عمليات کړي، چي په پايله کي يې ۱۸د دولت وسله وال مخالفين وژلي، ۱۰ تنه يې ژوبل کړي او ۱۵ نور يې ژوندي نيولي دي.
نوموړى وايې، چي په يادو عملياتو کي يې له وسله والو مخالفينو څخه يوشمير وسلې، چاودېدونکي توکي، ماينونه، بمونه او دې ته ورته نور مهمات هم نيولي دي.
همدارنګه د کندهار امنيي قومندانۍ وياند زياتوي چي په ترسره سو عملياتو کي افغان امنيتي ځواکونو او عامو وګړو ته کوم زيان نه دي اوښتي او ددولت وسله والو مخالفينو هم تر اوسه پوري دخپلو کسانو اړوند څه نه دي ويلي.
د دراني په خبره، چي د رواني اوونۍ په اوږدو کي يې د جنايي جرمونو او دنشيي توکو په تړاو يې هم ځيني کسان نيولي ،چي دوسيي يې دتحقيقاتو لاندي دي.
دي وايې چي د اونۍ په دغه عملياتوکي يې ۱۰ په نشيي توکو روږد کسان هم نيولي، چي ددرملني لپاره يې دمعتادينو روغتون ته ليږدولي دي.