د کندهار سرپرست والي دا خبره د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې د عامه پوهاوي په يوه پراخه غونډه کي چي د بشرحقوقو د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، وکړه.
په غونډه کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا تر څنګ له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت معين او له مرکز څخه راغلي هيئت، د کندهار يو شمېر رئيسانو، ولسوالانو، قومي مشرانو او د يو شمېر ولسواليو کروندګرو ګډون کړی وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا وويل چي وزارت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې لپاره ميليونونه ډالر اعلان کړي، خو کروندګرو ته د ترياکو د کښت هيڅ ډول بديل نه دی ورکړل سوی.
هغه نيوکه وکړه چي د وزارت له لوري د کندهار رياست ته د ترياکو د له منځه وړلو لپاره داسي ټراکټرونه ورکول سوي چي يو کال هم سم کار نه سي کولای.
والي له وزارت څخه وغوښتل چي د ترياکو د له منځه وړلو لپاره دي امکانات ورکړي، تر څو دوی وتوانيږي چي ترياک له منځه يوسي. نوموړي دا غوښتنه هم وکړه چي وزارت او سياره موسسه دي بيلبورډونه، بروشران او کتابونه په کندهار کي چاپ کړي او په سيمه ييزو رسنيو کي دي د کندهار د خلکو په سيمه ييزه لهجه پيغامونه خپاره سي، تر څو د کندهار په لهجه د نشه يي توکو پر ضد تبليغات وسي.
د ويسا په خبره په کندهار کي دا مهال يو لک کسان په نشه يي توکو روږد دي. که هر کس د ورځي يو ډالر په نشه مصرف کړي، نو د ورځي يو لک ډالر تاوان کوو او په ټولنيز لحاظ انسان له ژونده باسي.
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت معين محمد ابراهيم اظهر وويل چي د ترياکو د کښت تر ۹۰ فيصده زيات بهرني قاچاقبران وړي، خو نوم د افغانانو ورباندي بد دی. هغه زياته کړه افغانانو د خارجي قاچاقبرانو خدمتګاران له ځانو جوړ کړي دي.
د علماوو شورا له خوا يو پرېکړه ليک هم وړاندي سو، چي د ترياکو کښت پکي حرام بلل سوی دی. په هغه کي ليکل سوي چي ترياک حرام دي او مسلمان يې بايد له کښت څخه کلکه ډډه وکړي.