د اېران جمهور رئيس محمود احمدي نژاد وايي امريكا د ده د مرګ پلان جوړ كړى و.
جمهور رئيس احمدي نژاد چي د جمعې په ورځ يې د اېراني علماوو سره ليدنه كول، وايي امريكا غوښتل دغه پلان عراق ته د ده د سفر پر مهال عملي كړي.
د احمدي نژاد په وينا امريكايانو غوښتل، دى په عراق كي د اېران د دښمنانو په واسطه اول وتښتوي او وروسته يې ووژني.
احمدي نژاد دا نه وويل چي د امريكا له دې پلان څخه څنګه او څه وخت خبر سو.
محمود احمدي نژاد د هغه سفر په باب دا څرګندوني كولې، چي د روان كال د مارچ په مياشت كي يې عراق ته كړى و.
د نوموړي دا سفر په ايران كي د ۱۹۷۹ كال تر اسلامي انقلاب وروسته عراق ته د يوه اېراني مشر لومړى سفر و.