کور / تازه خبرونه / والیبال او فوټبال لوبغالي جوړل شول

والیبال او فوټبال لوبغالي جوړل شول

د لومړی ځل لپاره په چک ولسوالۍ کې د والیبال او فوټبال لوبغالي جوړ شول .

د کلیو پراختیا د ثبات پروګرام له لورې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په
مالي لګښت د لومړی ځل لپاره د میدان وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د دغه لوبغالي،د یادې ولسوالۍ داله سنګ سیمې اتفاق لېسې ته څېرمه د شاوخوا درې میاشتو په موده کې په ۲۸۰۰ متره مربع سیمه کې جوړ شول .
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د چک ولسوالۍ د مسؤلینو سربیره،د ولایتي شورا غړو او یو شمېر مشرانو او ځوانانو هم ګډون کړی وو.
د چک ولسوال ښاغلي محمدهاشم وویل،دا لومړی ځل دی،چې په دغه ولسوالۍ کې د ځوانانو لپاره دلوبو کولو په موخه د والیبال او فوټبال معیاري لوبغالي جوړیږي .
ده د ثبات پروګرام له مسؤلینو هم مننه وکړه،چې په دغه ولسوالۍ کې یې د بیارغاونې یوه داسې پروژه پلي کړه،چې تر دې وړاندې یې شتون نه درلود.
د ولایتي شورا مؤقت منشي شریف الله هوتک جانان هم د ولسونو په استازیتوب له ټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه،چې د پروژې په بشپړیدو کې ونډه اخیستې .
ټاکل شوې،په دغه ولسوالۍ کې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د ثبات پروګرام له لورې د فوټبال او والیبال لوبو دوه نور لوبغالي هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شي .
د یادونې وړده،دوه اونۍ وړاندې په جلریز ولسوالۍ کې د ثبات پروګرام له لورې د والیبال او فوټبال لوبو درې لوبغالې تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارلي وو.