کور / تازه خبرونه / د ١٦ وسله والو د وژل کېدو ادعا وسوه

د ١٦ وسله والو د وژل کېدو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو تصفيوي عملياتو كې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۳ تنه ټپيان دي او ۱۳ نور ژوندي نيول شوي دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تصفيوي عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د كونړ، لغمان، بغلان، فارياب، کندهار، زابل، لوګر او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.