کور / تازه خبرونه / د اولسمشر غني د سفر په اړه مطالب

د اولسمشر غني د سفر په اړه مطالب

کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره هرات ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر او د نوې کابینې په اعلان کې د ځنډ موضوع ته اشاره کړې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې لیکي چې ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې هرات ولایت ته سفر کوي چې په دې ورستیو کې په دغه ولایت کې نا امنۍ په ځانګړي ډول سړي تښتوني او وژنې ډېرې شوې دي.

هېواد لیکي چې ولسمشر په داسې حال کې له پکتیکا نه وروسته د هرات وضیعت ارزوي چې ناټو ځواکونه څو ورځې ورسته یعنې د ډسمبر د میاشتنې په پای کې امنیتي مسوولیتونه افغان ځواکونو ته سپاري.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا هرات ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په اړه لیکلي دي چې د مدني ټولنو یو شمېر فعالینو له ولسمشر سره خپله ناسته تحریم کړې ده.

ورځپاڼې د هرات ولایت د مدني ټولنو د شبکې د مسوول خلیل پارسا له خولې لیکلي چې دوی د ځینو سیاسیونو د موجودیت له امله چې له مدني ټولنو سره هیڅ ډول تړاو نه لري دغه ناسته تحریم کړې ده.

محور:

محور ورځپانې هم همدې موضوع، هرات ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په اړه لیکلي چې ولسمشر د هرات د امنیتي وضیعت د ارزولو او په دغه ولایت کې د حکومتدارۍ د چارو د ښه سمون لپاره هرات ته سفر کړی دی.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپل لومړي مخ کې د کابینې په ځنډ کې د اعلان په اړه لیکي چې ولسي جرګې، اداري پلاوي او د اتلس ګونو کمیسیونونو مشرانو ته دنده وسپارله چې د کابینې په اعلان کې د ستونزو په اړه له افغان ولسمشر او اجرایه رییس سره وګوري.

ورځپاڼې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو له قوله لیکلي چې د کابینې په اعلان کې ځنډ به هیواد د بحران خواته بوځي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې هم همدې موضوع ته په اشارې سره لیکلي دي چې ولسي جرګه ورسته له هغې د کابینې د نه جوړېدلو پر سر د ستونزو په اړه له ولسمشر او اجرایه رییس سره ګوري چې تر دې مخکې یې د کابینې د اعلان په برخه کې افغان حکومت ته یوه اونۍ وخت ورکړی و.

ورخپاڼه د ولسي جرګې د غړو له قوله وړاندې لیکي چې ولسمشر او اجرایه رییس باید د جرګې د غړو غوښتنو ته ځوابګویه اووسي.