افغان خبريال زبير حاتمي د سختو ټپونو له كبله ساه وركړه
په استقلال لېسه كې په ځانمرګي بريد كې ټپي شوى افغان خبريال زبير حاتمي د سختو ټپونو له كبله ساه وركړه.
حاتمي لس ورځې وړاندې په استقلال لېسه كې د تياتر له يوې صحنې د تصوير اخېستو پر مهال سخت ټپي شوى و، چې ډاكټرانو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى و
نوموړى تېره شپه له دې نړۍ د ابدي خوب لپاره خپلې سترګې پټې كړې.
د زبير جنازه نن سهار خپل كورته ولېږدول شوه او نن ماسپښين به خاورو ته وسپارل شي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني د زبير مړينه لويه ضايعه بللې او په دې اړه يې خپله ژوره خواشينې د ده له كورنۍ او ملګرو سره شريكه كړې ده .