د سوات د سقوط مهال د خپلې خاورې د ملکيت دعوه کوونکې او پر سر تېرې رياستي مرمۍ خوړونکې پښتنې اتلې ملالې يوسفزۍ ته نوبل امن جايزه په داسې وخت کې ورکړل شوه چې د سوات په شمول په ټول پښتون وطن کې نن هم يوازې هغه خلک د ترهګرو تر يرغل لاندې دي څوک چې د خپلې خاورې خپل اختيار سياست کوي. لږ تر لږه زما دپاره پر ملالې يوسفزۍ د ترهګرو يرغل څه د کنفيوژن وړ پېښه نه وه او د خپلې خاورې خپل اختيار پر سياست کوونکو له يوې پېړۍ روان رياستي تشدد داسې څه نه دي چې پوهېدل ورباندې ګران دي.
ملالې ته د نوبل جايزې تر اعلان شپږ ورځې وړاندې د ملالې په سوات کې د عوامي نېشنل ګوند يو ځايي مشر اشرف خان ووژل شو. په تېرو شپږو کلونو کې د عوامي نېشنل ګوند په سلګونو کارکنان داسې په منظمه توګه ووژل شول چې په اوسنۍ نړۍ کې به د رياستۍ ترهګرۍ دا ډول مثال موندل ګران وي. له تېرو اته شپېته کلونو د باچاخان د تحريک پر وګړو روان تشدد نن هم هيڅ د تم کېدلو نوم نه اخلي.
د خپلې خاورې خپل اختيار پر سياست کوونکو پښتنو رياست زمکه سره ساتلې، اې اين پي پکې يوازې بشير بلور، شمشېر علي خان، عالمزيب خان او اشرف خان نه دي بايللي بلکې د سياست فعاله او جانداره مرکزه يې په منظمه توګه په نخښه شوې ده، په سلګونو داسې سياسي کارکنان يې له لاسه ورکړي چې په صحيح مانا د تزويراتي مورچې ودانونکي رياست په مخ کې د غرونو غوندې ولاړ ؤ. ملاله يوسفزۍ د هم دې سياست برخه ده، په سوات کې د طالبانو له مورچې د پوځ تر پوستې، د پښتنو په ژوند کې د لنډ مهال لپاره راغلی امن که څه هم په ډېرو لويو قربانيو او سرښندنو ممکن شو خو د رياست ناولې خونړۍ پروژه يې هم خپلو خلکو او هم ټولې نړۍ ته افشا کړه. اې اين پي ته د دې کار سزا ملاوېږي. ملالې ته هم ددې کار سزا ورکړل شوه. رياست ته د باچاخان د تحريک فکري تسلسل ساتل منظور نه دي. رياست ته هغه څوک د برداشت وړ نه دي چې د خاورې د ملکيت دعوه کوي. دليل يې دا دی چې خاوره د خلکو نه وي بلکې د رياست وي او رياست نه يوازې د خاورې ټول وسايل د خپل ملکيت او دولت په توګه استعمالولی شي بلکې د “ضرورت” په وخت يې په مورچه هم بدلولی شي.
زموږ لپاره که يو خوا دا يو ډېر لوی تاريخي قامي وياړ دی چې د باچاخان عدمِ تشدد د نوبل امن جايزه ګټلې او د پښتنو مقدمې نړېوال حثيت خپل کړی خو بل خوا په وطن کې روان دوزخي حالات زموږ د ټول قامي ژوند يو داسې نقشه وړاندې کوي چې نه يوازې په وينو لړلې ده بلکې د قامي او سياسي بې وسۍ ښکارندويه هم ده. د ملالې د نوبل جايزې په واسطه د پښتنو د مقدمې د “نړېوالې” ګرځېدلو دعوه موږ ضرور ددې نکتې وضاحت ته مجبوروي چې موږ سره خپل سياست څومره موثر دی او بيا له نړېوالې ټولنې سره څومره مربوط دی؟
د شمالي وزيرستان ويرجن داستان مو ښايي په ډېر څه پوهوي. زموږ دا دريځ چې لسو لکو انسانانو د پاکستان او امن لپاره قرباني ورکړه، بې کوره شول خو حکومت دوی له نظره واچول، دا موږ څه درسته خبره نه کوو. وئيل داسې پکار دي چې پاکستان او “امن” لس لکه انسانان بې کوره کړل، پاکستان او “امن” زمکې ته ضرورت درلود هغه يې واخيسته، رياست ته د خلکو د ژوند کيسه څه دومره درنه او مقدسه کيسه نه وي بلکې دا سياست وي چې د خلکو د ژوند کيسه پکې درنه او مقدسه وي، دردونکی حقيقت دا دی چې سياست هم دا په لکونو بې کوره، جنګ ځپلو او ستم وهلو پښتنو د ژوند کيسه يا خو ونه کړه او يا يې داسې وکړه چې د خلکو او د خاورې د ملکيت دعوه پکې تته او له رياست څخه د څه خېر هيله پکې جوته وه. د رياست مهار سياست چيغه وهي چې سياست نه بلکې رياست ژغورل پکار دی، هم داسې رياست ځپلي سياست ته چيغه وهل پکار وي چې رياست نه بلکې سياست ژغورل پکار دی.
له پنجابه راخوځېدلي مارچونه له څو مياشتو روان دي خو د امنيت د څه ستونزې سوال هم نشته، ترهګر په اسلام آباد کې د روان “رومانس” تخريب کولو ته خو نه دي روزل شوي، اې اين پي په پېښور کې چرته د تپې اجلاس په څومره ويره کوي، دومره خو ضرور پوهېږي چې په دې مسئله کې د رياست سيکوريټي امتياز نور څه راز پاتې نه دی، رياست ته هر ډول عمران خان په دواړو سترګو منظور خو د باچاخان د فکري تسلسل دعوېداران رټ نامنظور دي.
د پنجاب دننه د موجود تضاد د قابو کولو په خاطر چې پارلمان څومره په اوږدو شريکو مباحثو (جواينټ سيشنز) کې پاتې شو، لږ تر لږه دا خو يې واضحه کړه چې له تېرې يوې لسيزې په پښتون وطن کې روان دوزخي صورتحال د پنجاب د واک پر سر تر روان تضاد څو څو چنده کم ارزښت لري. پارلمان ولې د پښتنو د نسل کشۍ مسئله د خپلو اوږدو مباحثو برخه وګرځوي، آخر د پاکستان پارلمان څه د پښتنو پارلمان خو نه دی، آخر د پاکستان پارلمان د ترهګرۍ د روزګار په دوام کې څه بې طرفه اداره خو نه ده بلکې خپل يو ډېر موثر رول يې پاته شوی دی.
موږ د پنجاب په داخلي تضاد کې په دومره زبردسته توګه مداخلت وکړ لکه جمهوريت چې يوازې په موږ ژغورل کېدلی شي خو جمهوريت به موږ څومره ژغوري دا حساب به نه کوو. دومره ضرور پوهېږو چې که مو په دې رياست کې هر ډول ژوند په برخه دی، چې له دې رياست سره مو هر ډول رشته ده خو تر امريت راله جمهوريت په زر چنده د موثر سياست موقع په لاس راکوي. ښايي هم دا فکر و چې د جمهوريت د ژغورلو په خاطر په ډېره “ثابت قدمي” سره ودرېدو.
تش پر حکومت به په تنقيد کولو يا له حکومته په څه غوښتلو کار ونه شي، زموږ بقاء يوازې حکومت نه بلکې د حکومت پر سر ناستې ادارې په خطر کې اچولې ده، هم هغه اداره اصل فريق ده، هم هغه اداره اصل دښمن ده.
موږ په دې هڅه کې ضرور بريالي شو چې په پاکستان کې بيا د پوځ واک رانه شي خو په وزيرستان کې پوځ واک ته ورسېد، په وزيرستان کې مارشل لاء راغله او داسې مارشل لاء چې د خلکو په غېرموجودګي کې رايج ده، آيا اطمينان يوازې په دې وکړو چې تر طالب شاهي به پوځ شاهي څه “پُرامنه” وي؟ زموږ دا اطمينان يوازې دې مغالطې ته وده ورکوي چې طالب او پوځ له يو او بل دوه بېل شيان دي. داسې امن په سوات کې هم راغلی و. آيا په سوات کې طالبان رښتيا ختم شول؟ د پوځ په سوات کې اشرف خان چا شهيد کړ؟ د پوځ په سوات کې ملالۍ چا په نخښه کړه؟ مسلسل د اې اين پي عام کارکنان او غريب پښتانه څوک وژني؟ لږ تر لږه په دې څرګند حقيقت خو بايد سره موافق و اوسو چې په پښتون وطن کې چېري د پوځ شاهي په راتللو طالبان له منځه نه ځي بلکې طالبان بيا هم په خپله خاصه طريقه فعال ساتل کېږي، که له منځه ځي نو يوازي غريب پښتانه، د هغوی کورونه او جايدادونه له منځه ځي.
د اې اين پي مرکزي جنرل سيکرټري ميا افتخار حسېن په سوات کې د اشرف خان شهيد په حجره کې مطبوعاتي کنفرانس ته وئيلي و چې د اې اين پي د کارکنانو وژل اوس يو معمول ګرځيدلی، څوک دا هډو خبره نه ګڼي، له دې وروستو موږ د ځوابي کاروايي په هکله سوچ کولی شو او پر دې به غور کوو چې موږ سره بل څه آپشن کېدی شي؟ دا سوال له کلونو کلونو يو بنيادي سوال پاته شوی خو څومره چې ددې ځواب ځنډېږي، زخم نور خوړېږي، تشدد نور زياتېږي، تنظيم کاري نوره کمزورې کېږي، خلک نور د رياست لومو ته لوېږي. د دانشمندۍ تقاضا دا ده چې ډېر زر په خپلو کې پر انغري څو سرخلاصوونکې او څرګندې خبرې سره وکړو. پوره قامي سياست د رياست د کلوننګ ليبارتوار يو معمولي او عرضي ټيسټ ټيوب بې بي (عمران) ته درول هسې د خپلو خلکو توان او طاقت په سيند لاهو کول دي. ددې مجلې دا پاڼې مو دې تر منځ ګواه وي پرون علي قلي خان و، قيوم خان و، نن عمران خان دی، سبا به قدير خان وي يا به بل خان وي، چې دا پاکستان وي دا به مو ګوزران وي.
(دا ليکنه له باچاخان مرکز پېښور څخه د خپرېدونکې مياشتنۍ مجلې “پښتون” د نومبر ۲۰۱۴م په ګڼه کې خپره شوې ده)
Twitter: @khanzamankakar