په کندهارکي ځانمرګي بريد درې تنه ټپيان کړل .
دکندهار ولايت د والي وياند صميم خپلواک وايي ياد ځانمرګی بريد نن ماځيګر پاو بالا څلور بجې د نهمي امنيتي حوزې اړوند دباباولي په سيمه کي رامنځه سوی .دده په وينا ځانمرګي بريد کوونکي چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کي ځای پرځای کړي وو ، چي غوښتل يې کومي سيمي ته يې ولېږدوي او وروسته چاودنه ورکړي ، خو موخي ته تر رسېدو مخکي يې چاودنه کړي
، چي په پايله کي خپله ځانمرګی بريد کوونکی وژل سوی او يو پوليس ، او دوه کوچنيان ، چي يوه يې نجلی ده ټپيان کړي دي