کور / تازه خبرونه / كورنيو چارو وزارت د ۳۸ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

كورنيو چارو وزارت د ۳۸ وسله والو طالبانو د وژلو خبر وركړ

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كي راغلي چي په بېلابېلو ولايتونو کي ئې تصفيوي عمليات کړي چي په پايله کي ئې ٣٨ وسله وال وژل سوي . خبرپاڼه ليکي چي دغه عمليات ئې د كندهار، لوګر، غزني او هلمند ولايتونو په مربوطاتو كي د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره سوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو كي يوه اندازه وسلې، مهمات او ۳۱ ماينونه هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تراوسه څه نه دي ويلي.