کور / تازه خبرونه / سرنوشت: د پکتیکا پر غمیزه دي ملي ماتم اعلان شي

سرنوشت: د پکتیکا پر غمیزه دي ملي ماتم اعلان شي

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډيره د پکتیکا د یحیی خیلو د پيښې او په هیواد کې د شته ناخوالو په اړه د افغان ولسمشر د څرګندونو په اړه لیکنې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت آزادې ورځپاڼې، د پکتیکا پر غمیزه دې ملي ماتم اعلان شي؛ تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه په مطلب کې د خلکو په حواله لیکي چې له دولته د دا ډول بریدونو د مخنیوي غوښتنه کوي او هغه یو غیر انساني او غیر اسلامي عمل بولي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا پر همدې موضوع یوه مقاله لیکلي چې عنوان یې دی؛ د یحی خیلو په څیر د وحشتونو د نه تکرار چاره څه ده؟

په سرمقالې کې سره له دې چې د دې پيښې له ټپيانو څخه د خلکو او حکومت د غم شریکۍ ستاینه شوې؛ خو دا هم پوښتي چې د دغسې غمیزو څخه زموږ د خلکو د ژغورنې لاره څه ده؟

په مطلب کې سپارښته شوې، تر هغو چې د لانجې د ختمولو لپاره تیره دیارلس کلنه تګلاره بدله نه شي؛ ممکنه نه ده چې په تکراري او تجربه شویو لارو زموږ ولس له دې عذابه بیغمه شي.

محور:

محور ورځپاڼه بیا په لومړي مخ کې په فراه کې د هغې میرمني په اړه یو مطلب لیکلی دی چې د خپل زوی د وژل کېدو په بدل کې یې پنځه ویشت طالبان د خپلې کورنۍ په مرسته ووژل.

په مطلب کې راغلي چې د ریزه ګلې په نامه دې میرمنې د خپلې اینګور؛ لور، زوی او خاوند په مرسته وروسته له هغې دا کار وکړ چې طالبانو یې زوی د دې په مخ کې وواژه.

سرنوشت:

سرنوشت بیا په نننۍ ګڼې کې د مشرانو جرګې له غړیو سره د لیدو پر مهال د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه لیکي چې وایي؛ د ناخوالو د له منځه وړلو لپاره د فکر او عمل یووالي ته اړتیا ده.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر اشرف غني د مشرانو جرګې غړیو ته وویل چې په هیواد کې شته ستونزې او ناخوالې دومره ډيرې دي چې نه شو کولی په یو ځل او یا په لنډ مهال کې هغو ته د پای ټکی کیږدو.

په مطلب کې وړاندې د ولسمشر د خبرو په دوام راغلي چې وایې؛ په هیواد کې د اوږدې جګړې دوام افغانانو ته غم، فساد او بې عدالتي په میراث پریښې او له دې امله په کار ده چې افغانان په خپلو کې د فکر او عمل یووالی ولري.