کور / تازه خبرونه / د صنعت کاروانو سره د هغوى پر ستونزو خبري وسوې

د صنعت کاروانو سره د هغوى پر ستونزو خبري وسوې

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن تر غرمې مخکي د خپل کار په دفتر کي د کندهار ولايت د صنعت کارانو سره ولیدل او د هغوی ستونزي یې واورېدې.
د کندهار ولایت د صنعت کارانو یادي ډلي اجرائیه رئیس ته په دغه ولایت کي د صنعتي پارک د اوسني حالت او هلته د ۱۲۵ فعالو فابریکو په اړه معلومات ورکړل.
هغوی په خپلو خبرو کي وویل، چي په دغه پارک کي ۸۰ نوري فابریکې تر کار لاندي دي، چي ډېر ژر به فعالي سي، خو په خبره یې، چي د برېښنا نه شتون ورته لويي ستونزي را ولاړي کړي دي.
یادو صنعت کارانو له اجرائیه رئیس څخه غوښتنه وکړه، چي ورته د برېښنا د اساسي او دایمي حل لپاره د دهلې بند په پروژه کي د برق د اماده کولو او لنډ مهال لپاره د فیلکو او ارغنداؤ ولسوالۍ په ډرابونو کي د برېښنا د تولید زمینه مساعده کړي.
د صنایعو لپاره د معلوم ادرس پیدا کول او د یوه مشخص قانون وضعه هغه غوښتني وې، چي د کندهار صنعت کارانو د خپلو ستونزو په حل کي اساسې وبللې او په یادو سوو برخو کي یې له دولت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت اجرائیه رئیس د صنعت کارانو فعالیتونه، چي د خلکو د هوسایني په برخه کي یې کوي، وستایل او له هغوی سره یې ژمنه وکړه، چي د امکاناتو تر حده به یې ستونزي ورته حل کړي.
نوموړي وړاندي وویل، چي د کندهار د برېښنا ستونزي د حل لپاره یې وړاندي د برېښنا له سرپرست وزیر او هم د برېښنا شرکت له رئیس سره کتلي او له ترکمنستان څخه د وارداتي برق په پروژه کي به یې اساسي ستونزي حل سي.
هغه زیاته کړه، چي اوس دستي به هڅه وکړي، چي د کندهار د صنعتي پارک لپاره د برېښنا د پارچاوۍ مخه ونیسي او وروسته به یې د اساسي او دایمي حل لاري لپاره کار وکړي.
اجرائیه رئیس په ننۍ لیدنه کي د کندهار صنعت کارانو سره ژمنه وکړه، چي د صنعت لپاره د یوه مشخص ادرس او قانون پر موضوعاتو به د وزیرانو شورا په راتلونکې غونډه کي بحث وکړي.