کور / تازه خبرونه / کرکټ: ۱۹ كلني ملي لوبډلي سعودي ته د ۳۲۷ منډو هدف كېښود

کرکټ: ۱۹ كلني ملي لوبډلي سعودي ته د ۳۲۷ منډو هدف كېښود

د افغانستان د كركټ ۱۹ كلنه ملي لوبډله نن د اسيا پريميرليګ سياليو په لړ كې درېيمه لوبه د سعودي عربستان له ۱۹ كلنې لوبډلې سره ترسره كوي.

دغه سيالي چې نن له غرمې وړاندې شاوخوا ۱۰ نيمې بجې پيل شوې، بچه يې افغان لوبډلمشر وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې د ۴۷ اعشاريه ۱ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۶ منډې وكړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۲۷ منډو هدف كېښود.

دا چې د سعودي عربستان ۱۹ كلنه لوبډله به په دې وتوانېږي، چې دغه هدف پوره كړي له ټاكل شوې دمې وروسته به معلومه شي.