دکندهارښاروالۍ اووه نیزه ا داري غونډه دکندهارښاروال محمدعمر((عمر))ترمشرۍ لاندي جوړه سوه چي پکښي دښاریانو دغوښتنوترڅنګ نور مهیم موضوعات بحث سول .
اداري مجلس پرلاندي موضوعاتو فیصلې وکړې.
اول:ـ دیوان هبیتاتو موسیسې دکارونودښه ترسره کولو لپاره به دمیاشتي وروستي اوونۍ دناحیو دټولو شوراګانو داستازو سره مجلس دایریږي .
دوهم:ـ دعوایدوپه برخه کي ټولو دناحیو مدیرانوته دنده وسپار ل سول چي دعواید دښه راټولیدوپه برخه کي دخلګوسره دوامداره مجالس ونیسي خبري ورسره وکړي او دعوایدو په اړه یي وپوهوی چي ښاروالۍ ددوي عواید دوی بیرته په مصروف رسوي .
دریم:ـ دتنظیف لپاره مجلس فیصله وکړه چي دښار په څلورو زونو کي به لکه دوهمه ناحیه، دریمه ناحیه ، او څلورمه ناحیه چي لومړي زون دی همداډول اوله ناحیه ، دیارلسمه ناحیه او څوارلسمه ناحیه چي دوهم زون دی په همدې ترتیب لسمه ناحیه، دوه لسمه ناحیه ، او نهمه ناحیه چی دریم زون دی او اووه مه ناحیه ، اتمه ناحیه او پنځلسمه ناحیه چي څلورم زون دی مجلس نیګران وټاکل ترڅو په اړوند زونو کي ټول دتنظیف اړوند کارونه کنټړول کړي ویالي او پلونه وګوري او دچړیو په اړه یي چی بندي وي دتنظیف مدیریت په جریان کي کړي .
څلوروم:ـ مجلس تصمیم ونیوی چي نور به جوازونه ښاروالۍ دکاندارانوته په هغه صورت کي ورکوي چي دصفایي کتابچې ولري چي په دې سره به دښاروالۍ عواید هم لوړ سوی وي او دکاندارانوته به هم قانوني جواز توضع سوی وي.