کور / تازه خبرونه / د ښاروالۍ او مستوفيت په عوايدو کي د تېر کال په پرتله توپير راغلى

د ښاروالۍ او مستوفيت په عوايدو کي د تېر کال په پرتله توپير راغلى

د میدان وردګو ولایت د ښاروالۍ او مستوفیت مسؤلین وایي د دغه ادارو په عوائیدو کې د تېر کال په پرتله زیاتوالی او کموالی راغلی دی .
دغه مسؤلین د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجیدخوږیاڼي په مشرۍ د عوائدو د راټولونې په اړه په جوړه شوې غونډه کې دغه خبرې وکړې .
د میدان ښار ښاروال انجینرمحمود امیري وویل دوی د روان مالي کال په ترڅ کې د استوګنې کورونو د پاکونې،د استوګنو د نمرو دویش،د لوبغالو،جریمو،د سوداګرۍ ځمکو د پلورلو او ګڼ شمېر نورو سرچینو څخه ۳۳۵۴۱۰۱۱ درې دېرش میلیونه،پنځه سوه،یوڅلوېښت زره یولس افغانۍ عوائید راټول کړي دي.
نوموړی زیاته کړه،تېرکال یې له یادو سرچینو څخه شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانۍ عوائید راټول کړي وو،چې سږ کال له ۸ میلیونو څخه زیات زیاتوالی په کې راغلی دی .
هغه وایي د دغه عوائیدو د زیاتوالی لامل د ولایت مقام،امنیتي منسوبینو او ښاریانو ښه همکاري او همدا راز د دوی لخوا جوړ شوی پلان په ښه توګه پلي کول دي .
په همدې حال کې د میدان وردګو مستوفي محمد موسی فیضي بیا د دغه ادارې د عوائیدو له کموالې خبر ورکړ.
نوموړی وویل دوی ته هدف ورکول شوی وو،چې باید د روان کال په ترڅ کې ۱۸۱ میلیونه عوائید راټول کړي خو د ګڼ شمېر ستونزو له امله دوی ۱۲۵۲۲۱۸۱۶ یو سلو پنځه ویشت میلیونه دوه سوه یویشت زره اته سوه شپاړس افغانۍ عوائید راټول کړي .
د مستوفي په وینا تېر کال د مرکزي ادارو له لورې دوی ته د ورکړل شوی هدف څخه زیات عوائید راټول کړي وو،خو ټاکنیز بهیر،امنیتي ستونزو او یو شمېر زورواکو لخوا د مالیې نه ورکړې له امله دوی سږ کال شاوخوا ۵۰ میلیونه عوائید له خپل هدف څخه کم راټول کړي.
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د عوائیدو د زیاتوالۍ له امله د ښاروالۍ فعالیتونه وستایل،خو د دغه ولایت مستوفیت ته یې لارښوونه وکړه،چې هغه کسان،چې په بېلابېلو برخو کې له مستوفیت څخه باقي دي،ژر تر ژره ولایت مقام ته ور وبیژني،ترڅو د روان مالي کال تر پایه ترې مالیه راټوله شي .
هغه همدا راز د دغه ولایت د ادارو مسؤلینو ته هم لارښوونه وکړه،که په هره اداره د مستوفیت څخه باقي والی ولري،باید ژر تر ژره پخپله برخه کې د مستوفیت د عوائیدو د زیاتوالې په موخه همکاري وکړي